ملګري ملتونه: ٢٠٢٠ د روانې لسيزې تر ټولو تود کال و

آرشیف

ملګري ملتونه وايي، چې ۲۰۲۰ کال له ۲۰۱۶ کال وروسته د روانې لسیزې ترټولو تود کال و.

دا سازمان خبرداری ورکوي، چې نړۍ ښايي سږکال د تودوخې د لوړېدو له کبله له سخت ناورین سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو راپور چې پرون- د جنوري په ۱۴مه خپور شو، په را روان کال کې د تودوخې د لوړېدو خبرداری ورکوي او وايي چې توده هوا ښايي په ځینو سیمو کې حتی د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

په راپور کې راغلي، چې ۲۰۱۶ کال له هغه راهیسې چې انسانانو د تودوخې د درجې ثبتول پیل کړي دي، تر ټولو تود کال و.

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د دې راپور د اعلان پرمهال وویل، چې بشر په روانه پېړۍ کې د سانتيګراد د ۳ او ۵ درجو ترمنځ د تودوخې د لوړېدو پر لور روان دی.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د ځمکې د کرې د تودوخې اوسط د سانتيګراد ۱۴،۹ درجو ته ورسېده چې دا په ۱۸۵۰ کال کې له صنعتي دورې په راوروسته موده کې د تودوخې له ثبت شوې کچې د سانتيګراد ۱،۲ درجې زیاتوالی ښيي.