چارواکي: لسګونه قاچاق کوونکي په بند محکوم شوي

ارشیف

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو تر پنځوسو ډېرو قضیو تر څېړلو وروسته (۸۸) قاچاق کوونکي په بند محکوم کړل.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د علني غونډو په نتيجه کې د نشه يي موادو (۱۴) قاچاق کوونکي له څلورو څخه نيولې بیا تر دېرشو کالو پورې په بند محکوم شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل: د دې مرکز د استيناف محکمې د نشه يي موادو (۷۴) قاچاق کوونکي په ډول ډول تنفيذي بند محکوم کړل.

له دې قاچاق کوونکو سره تر څلور سوو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد نيول شوي وو.