د غور د ولایتي شورا یو غړی عزت الله بیک د ملي امنیت ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
ځایي چارواکي وایي، دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو د ښاغلي ابراهیمي د نیولو هوډ درلود.
د غور د ولایتي شورا مشر فضل الحق احسان له ازادي راډیو سره په خبرو کې د شورا د دغه غړي وژل تایید کړي دي.
ملي امنیت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ولایتي شورا پر دغه غړي د ولایتي شورا د پخواني مرستیال عبدالرحمان عطشان او غور کې د خبریال بسم الله عادل د وژنې تور دی او کله چې دوی نیوه، له ځواکونو سره نښته کې ووژل شو.
ملي امنيت په غور کي دخبریال بسم الله عادل اوولايتي شورا دپخواني مرستيال عبدالرحمن عطشان دترور عامل او ددې ولايت دولايتي شورا غړى عزت الله بيک له ملي امنیت سره په وسله واله نښته کې وژل شوی.نور جزييات وروسته.#NDS_Afghanistan pic.twitter.com/rzm74qZjlE
— NDS Afghanistan (@NDSAfghanistan) January 14, 2021
د غور د امنیت امر نېک محمد نېکزاد ازادي راډیو ته ویلي، دغې وسله واله نښته کې د ملي امنیت یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.