له ارمنستان او اذربایجانه د بښنې د نړیوال سازمان غوښتنې

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان له ارمنستان او اذربایجانه غوښتي چې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې په (ناسم او ړنده بڼه) د وسلو د استفادې په اړه څېړنه وکړي.

دغه سازمان ویلي، د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه کې د وسلو کارونه له نړیوالو قوانینو سرغړونه وه او ملکیان یې زیانمن کړي دي.

امنیستي انټرنشنل چې مرکز یې په بریتانیا کې دی پرون په یوه راپور کې وویل، دغلته د جګړې دواړو خواوو د ملکیانو هدف ګرځول رد کړي، خو دغه سازمان ویلي، موثق اسناد یې موندلي چې منعه شوې وسلې او چاودیدونکي توکي کارول شوي دي.

د بښنې په نړیوال سازمان کې د ختیځې اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشرې ماري سترادرز ( Marie Struthers) په یوه اعلامیه کې ویلي:" ملکي کسان وژل شوي، کورنۍ بې ځایه شوي او بې شمېره کورونه ویجاړ شوي دي".

د بښنې نړیوال سازمان وایي، د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ۱۸ بریدونه یې ارزولي چې هغو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دوی څېړونکو د نومبر له لسمې وروسته د نګورنو قره باغ سیمه له نژدې کتلې، له همدې نېټې وروسته دغلته د مسکو په منځګړیتوب اوربند نافذ شوی دی.