کورنیو چارو وزارت د خبریالانو خوندیتوب ته ګامونه اوچت کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، له اړوندو نورو ادارو سره یې د خبریالانو خوندیتوب ته ګامونه اوچت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دوی د یوې نوې تګلارې له مخې دا چاره پيل کړې او په خبره یې د خبریالانو په وړاندې هر ډول ګواښونه ثبت او تعقېبیږي.

ارین زیاتوي: "کورنیو چارو وزارت تاوتریخوالي ته د رسېدو د همغږۍ مرکز له لارې خبریالانو او مدني فعالانو ته ور پېښ ګواښونه څیړي، موږ ته د ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه خبریالانو امنیت مهم دی او دې برخه کې له خبري بنسټونو او مدني ټولنو سره کار کوو."

په تېرو څو میاشتو کې هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په ګډون پنځه خبریالان او درسنیو کار کوونکي په مستقیو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي.

کورنیو چارو وزارت وایي، د دغو وژنو پیښې څیړي.