افغان حکومت د موټرو له نمبر پلېټ نه د ۳۹ شمېره لیرې کوي

ارشیف

د افغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې د موټر له نمبر پلېټ نه به د ۳۹ شمېره لیرې کوي.

دا پرېکړه نن سهار د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان کړه او ویې‌ویل، دې شمېرې د ترافیکو ریاست کې رشوت اخیستو ته زمینه برابره کړې وه.

ښاغلي صالح ویلي، دا موضوع ځینو کسانو ته د شیدو په غوا بدله شوې او ترافیکو ریاست ته‌یې هدایت ورکړی چې په دایمي ډول دا شمېره له پلېټونو حذف کړي.

ده ویلي، ژر به دا موضوع ولسمشرۍ مقام ته وړاندیز شي او زیاته کړې یې ده چې له راتلونکې شنبې وروسته هېڅوک باید دې پلېټونو پسې سرګردانه نه‌شي.

په پلېټونو کې ۳۹ شمېرې موجودیت په بازارونو کې د موټرو اصلي بیه کموله.

د دغې ټولنیزې ستونزې د لیرې کولو لپاره که څه هم په وار وار کمپاینونه وشول، خو کومه پایله‌یې ورنه‌کړه.