د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران درې مهمې پروژې پرانیزي

د اقینې-اندخوی د رېل پټلۍ

ټاکل شوې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران نن د دواړو هېوادونو ترمنځ درې مهمې پروژې پرانیزي.

دغو کې یوه پروژه د اقینې-اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده چې د جوړېدو کارونه‌یې تازه بشپړ شوي او دوه نورې پروژې د برښنا د لېږد او نوري فایبر دي.

محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف د وېډیو کنفرانس له لارې د پرانیستې دغو مراسمو کې برخه اخلي او ویناوې هم کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د همدغو پروژو په تړاو د بحث لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ټولټال ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.