د افغانستان دفاع وزارت: فاریاب کې د موټر بم او ډله‌ییز برید مخه ونیول شوه

ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې یې د موټر بم او ډله‌ییز برید مخه نیولې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د ملي اردو ځواکونو پرون له چاودېدونکو توکو هغه ډک موټر هدف ته له رسېدو مخکې پېژندلی چې ۷ تنه په ځان مرګو واسکټونو سمبال برید کوونکي په‌کې ناست وو.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، برید کوونکو چې دوی طالبان یاد کړي دي، له افغان ځواکونو سره جګړه کړې چې له امله‌یې ۷ واړه وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.