د امریکا متحده ایالاتونو د چهارشنبې په ورځ د ایران د مذهبي مشر ایتالله خامنهیي اړوند دوه بنسټونو باندې بندیزونه ولګول.
د امریکا د خزانې وزارت وویل، د ایران واکمنان له دغو بنسټونو څخه په استفادې توانېدلي چې یو "فاسد" نظامیې د اقتصاد پراخې برخې په خپل لاس کې ولري.
د «آستان قدس رضوي» او «ستاد فرمان امام» په نوم د دغو بنسټونو پر مشرانو احمد مروي او محمد مخبر باندې هم بندیزونه ولګول شول.
د امریکا لهخوا یوه اعلامیه کې راغلي چې استان قدس رضوي بنسټ د ایران د رژیم د مخالفانو او تبعید شویو ایرانیانو ملکیتونه غصب کړي او د هغوی او نورو اقلیتونو مذهبي حقونهیې نقض کړي دي.
د اعلامیې له مخې، هر څوک چې له دغو ایراني بنسټونو او چارواکو سره راکړه ورکړه وکړي، د بندیزونو له خطر سره مخامخېدای شي.