د ایران پوځ په عمان خلیج کې د نژدې واټن ویشتونکو سمندري توغندیو پوځي تمرینات پیل کړل.
د ایران دولتي رسنیو داسې مهال دا راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لانجې اوج ته رسیدلي دي.
په دغو راپورونو کې ویل شوي چې لوژستیکي جنګي بېړۍ ماکران چې د هلیکوپټرالوتکو د انتقال ظرفیت په درلودلو سره د ایران تر ټولو لویه پوځي کښتۍ بلل شوې او د توغندي ویشتونکي دستګاه وړونکې زرې هم په دې دوه ورځنیو تطبیقاتو کې ګډون کوي.
د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې وروسته له هغه لانجمنې شوې چې د امریکا متحده ایالات د ایران د اټمي تړونه ووت.
امریکا له هغه وروسته پر ایران نور اقتصادي بندیزونه ولګول چې تهران په غبرګون کې په دې وروستیو کې د یورانیمو د بډاینې سطح تر شلو فیصدو پورې لوړه کړې ده.
د ایران ولسمشرحسن روحاني نن د کابینې په غونډه کې وویل، د امریکا بندیزونه به ناکام شي.