چارواکي: په لوګر کې د طالبانو د ماین جوړولو  کارخانه له منځه وړل شوې

د لوګر مرکز پل علم يوه څنډه

افغان چارواکو په لوګر کې د وسله طالبانو د ماین جوړولو د یوې کارخانې د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې پدې اقدام سره یې د لویو امنیتي ننګونو مخه نیولې ده.

مومند زياتوي: "تېره شپه کوماندو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «سپیڅ» په سیمه کې د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو هغه کارخانه کشف او له منځه وړې چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، پلچکونو او ټولګټو تاسیساتو د ورانولو په موخه یې په کې ماینونه جوړول."

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یوې اعلامیې کې دا خبر رد کړی دی.