یوګاندا، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو دوې ورځې مخکې ټولې ټولنیزې شبکې بندې کړې.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یوګاندا د ارتباطاتو د تنظیم ادارې پرون سې شنبه پرون په یوه مکتوب کې د انټرنېټي خدماتو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې تر بل امر پورې دې ټولې ټولنیزې شبکې او د پیغامونو اپلکېشنونه بند کړي.
په هغو اپلکېشنونو کې چې منع شوي ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام، واټس اپ، سکایت، سنپچت، وایبر او ګوګل په کې شامل دي.
دا وار د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۳۸ کلن مشهور سندرغاړی د اوسني ولسمشر یوئري موسي-ویني په وړاندې په سیالۍ بوخت دی.
رویټرز اژانس لیکي، سندرغاړی بابي واین د یوګاندا په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.