پاکستان کې د پولیو واکسین د کار کوونکو امنیتي افسر وژل شوی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د پاکستان په خېبر پښتونخواه کې د پولیسو یو افسر چې د پولیو واکسین د کار کوونکو د امنیت لپاره ګمارل شوی وو، وژل شوی دی.

دا برید په کاراک سیمه کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د کمپاین د پیل په دوهمه ورځ شوی دی.

د پولیسو په خبره د واکسین د کمپاین پر کار کوونکو دوو موټرسایکل سپرو کسانو وسله وال برید وکړ او یو ساتونکی پولیس یې وواژه.

په دې برید کې روغتیایي کارکوونکو ته زیان نه دی رسیدلی.

د پېښې د عاملینو د موندلو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

تراوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی، خو تردې وړاندې په پاکستان کې د پولیو واکسین پر کار کوونکو او ساتونکو یې طالبانو بریدونه کړي وو.

وسله وال تُندلاري ادعا کوي چې دا واکسین ماشومان عقیم کوي او هم یې روغتیایې کار کوونکي په جاسوسۍ تورنوي.

د پاکستان چارواکي وایي، د روان کال تر پایه په دې هېواد کې د دې ناروغۍ د ختمېدو نیت لري.