کندز کې سپین زر فابریکې خپل فعالیت بیا پیل کړ

کندز کې د سپین زر فابریکه

په کندز کې سپین زر دولتي فابریکې له ۲۵ کلونو وروسته خپل فعالیت نن بیا پیل کړ.

د افغانستان د صنعت او سوداکرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د مرغومي ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې فابریکې په بیا فعالولو ۱۲۰ زره امریکایي ډالره لګیدلي دي.

په لومړي سر کې په دې فابریکه کې ۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یاده فابرېکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي.