د نیمروز په خاشرود کې د وروستۍ پېښې قربانیان عدالت غواړي

د افغانستان په نقشه کې د نیمروز ولایت

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو کورنۍ له حکومت څخه د عدالت او د ملکي مرګ ژوبلې د ختمولو غوښتنه کوي.

ادعا شوې چې د خاشرود په پېښه کې د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا پېښه دوې ورځې دمخه شوې.

راپورونه وایي، د دې پېښې د ارزونې لپاره ټاکل شوی پلاوی لا تراوسه د پېښې سیمې ته نه دی تللی.

بل خوا په افغانستان کې د ملګروملتونو د سازمان دفتر غوښتنه کړې چې دا پېښه باید په شفاف او هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

د افغانستان د ولسمشر دفتر وایي، جمهور رئیس غني د دې پېښې د هر اړخېزې پلټنې سپارښتنه کړې ده.