غزني کې د کابل بانک یو کارکوونکی وژل شوی

ارشیف، په غزني کې یو شمېر افغان سرتیري د تلاشۍ پر مهال، عکس تئزیني بڼه لري

په غزني کې وسله والو د کابل بانک یو کارکوونکی وژلی دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت د سې شنبې (د مرغومي ۲۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نصیر احمد عثماني نن سهار اته بجې له کوره د دندې پر لور روان و چې وژل شوی دی.

دی وايي: "د کابل بانک دغه کارکوونکی خپل کور ته نږدې په حاجي رفیع ښار ګوټي کې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د وسله والو له لوري په بې غږه توپانچه ویشتل شوی دی."

تراوسه پورې د دغې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخېستې.