پر کانګرس له برید وروسته ټرمپ د لومړي ځل لپاره خپل مرستیال سره کتلي

ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال مايک پنس

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د تېرې اونۍ له برید وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل مرستیال مایک پنس سره وکتل.

له دې کتنې داسې برېښې چې ټرمپ به د کانګرس له خوا د ده د لیرې کولو یا استعفی ته د اړاېستلو له هڅو سره سره خپله د ولسمشرۍ دوره بشپړه کړي.

د حکومت یوه چارواکي رسنیو ته وویل، چې ټرمپ او پنس رغنده بحثونه وکړل.

دې چارواکي زیاته کړه، پنس دا نیت نه لري چې د ډیموکراتانو د غوښتنې له مخې ټرمپ د اساسي قانون د ۲۵ تعدیل په اساس د ولسمشرۍ لپاره نامناسب وبولي او له دندې یې لېرې کړي.

د چارواکي په وینا، په خپله ټرمپ هم د جنوري په شلمه نېټه د ولسمشرۍ د دورې د پای ته رسېدو تر وخته له واکه د لاس اخیستو پلان نه لري.

ټرمپ او پنس ویلي، هغه کسان چې تېره اونۍ یې قانون تر پښو لاندې کړ او د کانګرس پر ودانۍ یې برید وکړ د لومړی امریکا تر سرلیک لاندې د ۷۵ میلیونه امریکایان په ګډون د غورځنګ استازي نه دي.