"د کجکي برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي"

کجکي بند

د هلمند ولایت چارواکي وايي، د کجکي د برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي.

د دغه بند درې توربینونه په مجموع کې د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

د والي ویاند عمر ځواک پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "چارې یې په منظم او ګړندي ډول مخ ته روانې دي. هڅه هم کېږي چې د دغو چارو لیدنه وشي، چې په منظم او باکیفیت ډول یې چارې مخ ته لاړې شي."

د کجکي د دویم فاز د پروژې د رغونې کارونه دوه نیم کاله مخکې پیل شوي چې یو ترکی شرکت یې مخ ته وړي.

پر دې پروژې شا وخوا ۱۷۵ ملیونه ډالره لګښت راځي او دغه ترکی شرکت به ۲۰ کاله د برښنا د تولید په ګټه کې شریک وي.

د اوبو د تنظیم ادارې ویلي له دې سره به سل زره کورنۍ د برښنا له نعمت نه برخمنې شي.