د روسیې، ارمنستان او اذربایجان مشرانو درې اړخیزه غونډه شوې

د روسیې، ارمنستان او اذربایجان مشرانو د غونډې انځور

د روسیې ولسمشر د ارمنستان او اذربایجان له رهبرانو سره په درې-اړخیزه غونډه کې برخه واخیسته.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې د مسکو په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند شپږ اوونۍ پوره شوې.

ولادیمیر پوتین د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشنیان سره پرون دوشنبه په کتنه کې وویل، چې د اوربند موافقه رعایت شوې ده.

پر لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ د اذربایجان او ارمنستان جګړه د سپټمبر پر ۲۷مه پیل شوه، چې د راپورونو له مخې شا و خوا ۴۷۰۰ کسان یې په نتیجه کې ووژل شول.

دواړه لوریو په نوامبر میاشت کې پر اوربند موافقه وکړه، چې ورسره د روسیې نږدې ۲۰۰۰ سوله ساتي ځواکونه په سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شول.