پاکستان د افغان محصلینو لپاره د کلنیو سکالرشېپونو د ازموينه ځنډولې

د سوات پوهنتون يوه څنډه

د پاکستان حکومت د افغان محصلینو لپاره د کلنیو سکالرشېپونو د ازموینې نېټه ځنډولې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق پر ټوېټر ليکلي چې دا امتحانونه د جنورۍ له ۱۵مې تر ۱۹مې اخیستل کېدل خو اوس ښايي په فبرورۍ کې واخیستل شي.

نوموړي د دې ځنډ لامل نه دی ښوولی.

د صادق په خبره، دا ځل ۲۲،۰۰۰ افغانانو د دغو تحصیلي بورسیو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنليکونه ورکړي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ کال په مخه د افغان ځوانانو لپاره ۳۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړي و.