اروپايي ټولنې په نیمروز او هلمند کې د ملکي مرګژوبلې د اوښتو څېړنه وغوښته

آرشیف

اروپايي ټولنې په نیمروز او هلمند کې د هوایي بریدونو پر مهال د ملکیانو د مرګژوبلې د راپورونو د هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپل ټوېټر لیکلي، چې په وسله والو شخړو کې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب د نړیوالو بشري حقونو د بنسټ ډبره ده.

دې استازولۍ ټینګار کړی، چې په نیمروز او هلمند کې د هوايي بریدونو پرمهال د ملکیانو د مرګژوبلې راپورونه باید سم وڅېړل شي او عدالت تامین شي.

پرون د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د شاوخوا څوارلسو کسانوي مړي د اعتراض په بڼه د ولایت مقام مخ ته وړي و او ویل یې، چې دا کسان د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د دې پېښې د پلټلو ژمنه کړې خو دا ټینګار یې هم کړی، چې د خاشرود په هوايي برید کې د‌ طالبانو یو مېشت‌ځای په نښه شوی او په کې د ۹ پاکستاني وسله‌والو په ګډون ۱۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

طالبانو بیا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ څوارلس غړي وژل شوي چې ټول یې ملکي وګړي دي.