پکتیا کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور نور ټپيان دي

ارشیف، پکتیا کې امنیتي ځواکونه

په پکتیا کې یوې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

د امنیه قوماندانۍ سرپرست لطف‌الله کامران ازادي راډيو ته وویل چې دا ماین د وسله‌والو طالبانو له لوري د ځاځي میدان ولسوالۍ په غونځي سیمه کې ځای پر ځای شوی و.

ښاغلی کامران زیاتوي: ​"نن غرمه مهال تقریباً لس بجې شاوخوا وې چې د هېواد دښمنانو له‌خوا ماین ځای پر ځای شوی و چې متأسفانه پنځه ماشومان زخمیان و. یو نفر یې شدید و هغه شهید شو. دوه نور هم چې وضعه‌یې ښه نه‌وه هغه مرکز ته انتقال شول او دوه دلته په پکتیا کې تر تداوي لاندې دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما د ۲۰۲۰ کال د مرګ‌ژوبلو په راپور کې ویلي چې په هرو ۱۰ ملکیانو کې څلور ماشومان مړه یا ټپیان شوي دي.