چارواکي: بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳ لکه افغانۍ غلا شوي

ارشیف، د ملي دسترخوان پروګرام له لوري شوې مرستې

په بدخشان کې د ملي دسترخوان له بودجې څه باندې ۳۰۰ زره افغانۍ غلا شوې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې غلا شوي.

چارواکي که څه هم په دې اړه ډېر معلومات نه‌ورکوي، خو وايي چې د غلا شویو پيسو په اړه به څېړنې وشي.

دوی وايي تر اوسه‌یې په تور څوک نه‌دي نیول شوي.

افغان حکومت څه موده وړاندې د څه باندې ۲۴۴ ملیونه ډالرو په ارزښت کرونا ځپلو بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړه، د بېلابېلو راپورونو په اساس په دې بودجه کې د فساد مسئله د خلکو د اندېښنو لامل شوې ده.