ولادیمیر پوتین نن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو کوربه دی

ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو کوربه دی.

دغو دواړو هېوادونو دوه میاشتې وړاندې د روسیې په منځګړیتوب خپلو کې د اوربند هوکړه وکړه.

ارمنستان او اذربایجان څو اوونۍ د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر سره وجنګېدل چې دواړو خواوو ته‌یې ځاني او مالي زیانونه واړول.

کرملېن پرون د جنورۍ په ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان به د هوکړې پر عملي کېدو او هغو مسایلو خبرې وکړي چې تر اوسه نه‌دي حل شوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پوتین به له عليیف او پاشینیان سره جلا جلا لیده کاته هم ولري.