د کانګرس ډیموکرات استازي له ولسمشرۍ د ډونالد ټرمپ د لیرې کولو هڅه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراتانو استازي هڅه کوي چې همدا اوونۍ ډونالد ټرمپ له ولسمشرۍ لیرې کړي.

دوی به لومړی د ټرمپ لومړی مرستیال او کابینه وهڅوي چې له خپل واکه په استفادې ټرمپ له واکه لیرې کړي او که ونه‌شو، د هغه د استیضاح له لارې دا کار کوي.

دا اعلان د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون (د جنورۍ په ۱۰مه) قانون جوړوونکو ته په یوه لیک کې کړی دی.

دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو شپو ورځو کې پر کانګرس د ده د پلویانو د یرغل له کبله تر سخت فشار لاندې دی.

د کانګرس ډیموکراتو غړو دا کار د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی او ویلي دي چې ځواب به‌یې ورکړي.

د استازو جرګه به نن په یوه پرېکړه‌لیک کې له لومړي مرستیال مایک پنس نه وغواړي چې له کابینې سره په همغږۍ کې ټرمپ خپلو چارو کې ناکام وبولي.

که پنس تر ۲۴ ساعتونو دې غوښتنې ته ځواب ورنه‌کړي، ډیموکرات قانون جوړوونکي به د ټرمپ د استیضاح پرېکړه وکړي.