د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د هاوان لګېدو لسګونه دکانونه سوځولي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بدخشان ولایت

د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د ولسوالۍ د بازار لسګونه دکانونه سوځېدلي دي.

ځینې محلي سرچینې او ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه هاوان د دولتي ځواکونو له‌خوا تېره شپه توغول شوی دی.

دوی وایي، پېښه کې د دکانونو ټول توکي سوځېدلي او ملیونونه افغانۍ زیان‌یې رامنځته کړی دی.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني بیا وایي، دغه بازار د هغه هاوان له کبله سوځېدلی چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.