چارواکي: په هرات کې نن ټرافیکي پېښې ٦ کسان مړه کړي

آرشیف

په هرات کې نن مازیګر یوې ټرافیکي پېښې شپږ کسان مړه کړي دي.

د هرات د عامې روغتیا د ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل، چې دا شپږ کسان د هرات – اسلام کلا په لویه لار د دوو تیزرفتاره موټرو ټکر کې مړه شوي.

د هرات – اسلام کلا لویه لار تل د داسې ټرافیکي پېښو شاهده ده چې پکې هر کال ګڼ کسان مړه یا ټپيانېږي.

چارواکو اکثر د دغسې ټرافیکي پېښو علت د موټرچلوونکو بې پامي او تیزچلونه یادوي.