بامیانو کې د فوټبال پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په بامیانو کې د فوټبال پنځه ورځنی روزنيز پروګرام نن پای ته ورسېد.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیز کورس کې ۲۴ روزونکو برخه اخیستې وه.

ښاغلی مشعوف وایي، د دغه روزنیز پروګرام د جوړولو هدف له نویو قوانینو سره د روزونکو بلدتیا وه.