د اریانا افغان هوایي شرکت ۲۰۲۰ کال کې نږدې ۳،۵ میلیونه ډالره ګټه کړې

د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه

د اریانا افغان هوایي شرکت چارواکي وايي ۲۰۲۰ کال کې یې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې ده.

دا خبره د یاد شرکت تجارتي مرستیال سلیم رحیمي نن ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل ۲۰۲۰ کال کې سره له دې چې کرونا وبا ګڼ کاروبارونه زیانمن کړي، خو بیا هم اریانا هوايي شرکت درې میلیونه او څلور لکه خالصه ګټه کړې ده.

ښاغلي رحیمي وویل چې دا ګټه د لګښتونو کمول او د سپما له امله ترلاسه شوې.

اريانا افغان هوايی شرکت د افغانستان لومړنی دولتي هوايی شرکت دی چې د کورنيو الوتنو سربېره يو شمېر بهرنيو هېوادونو ته هم پروازونه لري.