افغان ولسمشر پر مدني فعال او د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان باندې برید او د هغه وژل کېدل غندلي دي.
ارګ ماڼۍ د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله په یوه اعلامیه کې لیکلي: "پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی."
ضیا ودان د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ ویاند و او مدني فعالیتونهیې هم کول چې نن له خپلو دوو نورو همکارانو سره د کابل په کارتې نو سیمه کې په یوه مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.
د ولسمشر په حواله د ارګ په اعلامیه کې زیاته شوې چې "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بېګناه خلک وژني او عامالمنفعه تأسیسات ویجاړوي".
چا د دې برید مسوولیت نهدی منلی.
د افغانستان حکومت او امریکايي ځواکونه په مقناطیسي ماین چاودنو او هدفي وژنو کې طالبان ښکېل بولي.
طالبانو که څه هم د ننني برید په تړاو څه نهدي ویلي، خو پخوا یې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو تورونه بېځایه بللي.
اخوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کابل د نننۍ چاودنې په غبرګون ویلي چې د خلکو وینې تویول باید ودرېږي.
د دې کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په ټویټر لیکلي "څوک د هېواد ځوان او تحصیل کړی قشر لهمنځه وړي؟"