د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اعلان وکړ چې هېواد یې له تایوان سره د تماس لپاره په ډیپلوماتیکو اړیکو کې محدودیتونه پای ته رسوي.
دا خبر په داسې حال کې اعلان شو چې په وروستي یو کال کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د امریکا او چین په اړیکو کې ترینګلتیا ډېره شوې ده.
د چین ولسي جمهوریت، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي او د خپلواکۍ لپاره د تایوان د هرې هڅې په وړاندې غبرګون ښيي.
سره له دې چې امریکا د ډېرو نورو هېوادونو په شان له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نهلري، د ډونالد ترمپ حکومت د تایوان ملاتړ زیات کړی دی.
خو مایک پومپیو ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت له تایوان سره په خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو کې محدودیت چې د پیکېنګ د خوشحالولو لپارهیې وضع کړی و، نور پای ته رسوي.