د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د جو بایدڼ د لوړې مراسمو کې ګډون کوي

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون (شنبه) وویل، د دغه هېواد مرستیال ولسمشر مایک پنس د جنورۍ په ۲۰مه د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایدڼ د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي.

روېټرز خبري اژانس د دغه امریکايي چارواکي نوم نه‌دی اخیستی، خو د نیویارک ټایمز په شمول ډېرو امریکايي رسنیو مایک پنس ته د نږدې کسانو په قول ویلي چې نوموړی د جو بایډن د لوړې په مراسمو کې برخه اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د بایډن د لوړې په مراسمو کې به ګډون ونه‌کړي.

جو بایډن هم د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې پرون وویل، ښه خبره ده چې ټرمپ د ده د لوړې په مراسمو کې نه‌وي.

خو بایډ‌ن ویلي چې په دې خوښ دی چې پنس د ده د لوړې په مراسمو کې برخه اخلي.