د امریکا استازو جرګه د ډونالد ټرمپ د استیضاح کولو هلې ځلې کوي

ارشیف، د امریکا کانګرس

د امریکا د استازو جرګې هلې ځلې ډېرې کړي چې راتلونکې اوونۍ ولسمشر ډونالد ټرمپ استیضاح شي.

د ډیموکرات ګوند یوه استازي تیډ لیو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، ټاکل شوې ده چې په جرګه کې د ده د ګوند غړي سبا (دوشنبه) د استیضاح رسمي جزئیات خپاره کړي.

د لیو په وینا، د ډونالد ټرمپ د استیضاح مواد د استازو جرګې د ۱۸۰ غړو له لوري تأیید شوي دي.

په استازو جرګه کې اکثریت د ډیموکراتانو دی.

د ازادي راډیو د خبر د مرکز د راپور له مخې، اوس له واکه د ټرمپ لیرې کېدا ګرانه ده ځکه چې د نوموړي د واک دورې ته یوازې ۱۰ ورځې پاتې دي.

د امریکا په سنا جرګه کې د اکثریت جمهوري‌پال ګوند مشر مچ مکانل هم پرون (شنبه) د خپل ګوند غړو ته په یوه لیک کې وویل، د جنورۍ تر ۲۰مې پورې چې ټرمپ واک سپاري، کومه پروسه ممکنه نه‌ده.