په نيمروز کې د سنوکر سيالۍ پاى ته ورسېدې

آرشیف

د نيمروز ولايت سونکر سیالۍ نن پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو سیالیو کې ٣٢ غوره لوبغاړو ګډون کړی وو چې د وحید مرادي په کې اتل شو.

ښاغلی رحیمي وایی، چې د دې سیالیو هدف د سولې له پروسې ملاتړ او د سنوکر د غوره لوبغاړیو ټاکل وو.

دغه سیالۍ دوه ورځې دوام وکړ او نن سهار پای ته ورسېدې.