د یوسف رشید د وژنې په تړاو ۳ تنه ونیول شول

د فیفا اجرائیه وژل شوی مشر یوسف رشید

افغان امنیتي ځواکونو درې کسان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د اجرائیه مشر یوسف رشید د وژنې په تړاو ونیول.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن د دغو کسانو د نیولو د اعلان پر مهال د دوی نومونه په ډاګه نه کړل او دا یې هم ونه ویل چې دوی د کومې افراطي ډلې غړي دي.

یوسف رشید له خپل موټرچلوونکي سره د ډسمبر میاشتې پر ۲۳مه په کابل کې د نامعلومو وسلوالو په حمله کې ووژل شو.

ښاغلی رشید خپل دفتر ته پر لار و، چې وسلوالو ورباندې ډزې پیل کړې.

په وروستیو کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون ګڼ ژورنالیستان، فعالان او سیاستوال په هدفي حملو کې وژل شوي، چې ملګرو ملتونو، افغان او بهرنیو چارواکو دا حملې غندلې دي.