د سولې مذاکرو د دوهم پړاو بریا لپاره د اتمر ډیپلوماټیکې هڅې!

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې مذاکرو د دوهم پړاو د بریا لپاره یې ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد نن شنبه (د مرغومي ۲۰مه) رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې لړ کې د ګڼو هېوادونو له مشرانو سره بحث وکړ.

دی وايي: "د بهرنیو چارو وزیر په دې لړ کې په تېرو دوو ورځو کې د بېلابېلو هېوادونو له شپږو بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو او امریکا له ځانګړو استازو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه د دې بهیر د بریا لپاره د دوی ملاتړ له ځان سره ولري."

د افغانستان د دولت مذاکراتي پلاوي تېره سې شنبه قطر ته روان شو او د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره به د اصلي مذاکرو پر اجنډا نن شنبه خبرې پیلوي.

د دولت پلاوی ټینګار کوي چې د خبرو د اجنډا په سر کې به دا وار د اوربند موضوع شامله وي.