نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته په کور دننه کاري زمینې برابرې شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په نورستان کې۵۰۰ مېرمنو ته د کرکېلي په برخه کې په کور دننه د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالوهاب نسیمي نن شنبه(د مرغومي ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو او د سبو د پروسس د لاروچارو په ښودلو سره د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وویل چې د دې ترڅنګ د نورستان د کرنې ریاست له خوا مېرمنو ته د زعفرانو کښت او راټولولو، د سبو او ترکاریو د کرکېلي عملي او نظري روزنيز پروګرامونه هم جوړ شوي دي.

له دغو وېشل شویو کورنیو باغچو څخه موخه د خوراکي خوندیتوب رامنځته کول، د کلیوالو بېوزلو کورنیو اقتصادي وده، د بې وزلۍ د کچې ټېټول او مېرمنو لپاره کاري زمینې برابرول دي.