د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل هندي سیال اېس. جې شنکر سره د افغان سولې د دوهم دور خبرو د پيل په اړه غږېدلی دی.
دا خبره د یاد وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې بېګاه راغلې ده.
د اعلامیې له مخې دواړو لوریو د افغان سولې لپاره د سیمې او نړیوالې ټولنې د ملاتړ په جلب ټینګار وکړ، څو په مټ یې یو جامع اوربند ټینګ او په نتیجه کې یې د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د تلپاتې سولې هوکړه وشي.
تمه ده نن شنبه(د مرغومي ۲۰مه) د افغانستان د دولت پلاوی او طالبان د مذاکراتو د دې مرحلې په لړ کې د اجنډا پر موضوع ګانو اساسي بحثونه پیل کړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې د افغان دولت پلاوی د اوربند په مسئله ټینګار کوي او په بحثونو کې به یې مطرح کړي.