د افغانستان د کانکور عمومي اول نومره شمسیه علیزاده د لوړو زده کړو لپاره جمعه ترکیې ته ولاړه.
د ترکیې خبري اژانس انادولو لیکلي چې شمسیه به د ترکیې په جراح پاشا 'cerrahpaşa' طبي پوهنتون کې د طب پوهنتون وايي.
په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې شمسیه علیزاده ته د ترکیې د جمهوري ریاست د یوه پروګرام په چوکاټ کې د لوړو زده کړو دا بورسیه ورکړل شوې ده.
انادولو خبري اژانس د شمسیې په حواله لیکلي چې ډېره خوشاله ده ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره ځي او په بېرته راستنېدو سره به د یوې مسلکي ډاکټرې په توګه خپلو وطنوالو ته خدمت وکړي.
شمسیه علیزاده د افغانستان د کانکور په ازموینه کې چې پایلې یې شااوخوا درې میاشتې مخکې اعلان شوې د څه باندې یو لک او اویا زره شاګردانو تر منځ د ۳۵۳ نمرو په اخېستلو لومړی مقام خپل کړ.
شمسیه د اتلسو کلونو ده او پلار یې د ډبرو سکرو په یوه کان کې کار کوي.