د روسیې له لوري د جاسوسۍ لېست ته د ۵ تنو زیاتول اندېښنې زېږولي

د روسیې ملي بیرغ

د بشري حقونو دوو نړیوالو سازمانونو د روسیې له خوا د بهرنیو جاسوسانو لېست ته د پنځو روسانو د ور زیاتولو پر مسئله اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازي د روسیې دا کار غندلی او ویلي یې دي چې دا ګام د مطبوعاتو ازادي او ډموکراټیک ارزښتونه محدودوي.

روسیې شااوخوا لس ورځې مخکې اعلان وکړ چې د پنځو کسانو نومونه یې د بهرنیو جاسوسانو لېست ته ور زیات کړي.

په دغو پنځو کسانو کې درې خبریالان دي چې له ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو سره کارکوي او دوه نور د بشري حقونو فعالان دي.

درې خبریالان چې د ازادې اروپا راډیو له روسي څانګې سره کار کوي لودمیلا ستاوتیس کایا، سرګي مارکیلوف او د انلاین خبرونو اېډېټر دنیس کمال یاګین دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو څانګې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازي د جنورۍ په اتمه ویلي چې روسیه په دې عمل سره غواړي د بشري حقونو ملاتړي او خبریالان هدف وګرځوي.