کندز چارواکي: د طالبانو برید کې ۳ سرتیري ۶ طالبان وژل شوي

ارشیف، په کندز کې افغان امنیتي ځواکونه

د کندز والي په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواک پر پوستو د طالبانو د برید په نتیجه کې د درېیو سرتېرو او شپږو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

عبدالستار میرزکوال نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دا مرګ ژوبله تېره شپه وروسته له هغه پېښه شوه چې طالبانو په شمس کول سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر قرارګاه برید وکړ.

ښاغلي مېرزکوال زیاته کړه: "له شپږو تر نهو پورې شهیدان او په همدې شمېر زخمیان لري. موږ هم له بده مرغه شهیدان لرو چې تعداد یې درېیو ته رسېږي او دوه ټپیان لرو. جګړه په یوه نیمه بجه پای ته ورسېده. مرستندوی ځواکونه رارسېدلي دي."

طالبانو ویلي چې په دې برید کې یو طالب او ۱۳ دولتي سرتېري وژل شوي دي.