ټرمپ: د بایډن حکومت ته به له قاعدې سره سم واک وسپارم

ارشیف، ولسمشر ټرمپ او د امریکا اوسنی منتخب ولسمشر جوبایډن

په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له یرغله یوه ورځ وروسته د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې د جوبایډن حکومت ته به له قاعدې او نظم سره سم واک وسپاري.

ډونالډ ټرمپ به دوه اوونۍ نور هم د امریکا ولسمشر وي.

ده په یوه اعلامیه کې چې د کانګرس له لوري د جوبایډن او کاملا هریس له تایید کېدو سره په یو وخت خپره کړې، ژمنه کړې چې د جنورۍ په شلمه به نوي حکومت ته واک وسپاري.

ټرمپ په عین حال کې ویلي چې لا هم د انتخاباتو له پایلو سره بشپړ مخالف دی.