د امریکا کانګرس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جوبایډن بری رسماً تایید کړ.
د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن به د جنورۍ په شلمه د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د کانګرس ګډې غونډې د ده بری نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) سهار وختي تایید کړ.
د کانګرس د دواړو جرګو غړیو تایید کړه چې جوبایډن او مرستیالې یې کاملا هریس د ۲۳۲ رایو په وړاندې ۳۰۶ کالج الیکترول رایې ګټلي دي.
لومړی د امریکا په سنا جرګه کې د ایرزونا ایالت د انتخاباتو پر نتیجې د جمهوریپالو پر اعتراض غور وشو. د دوی اعتراض د ۶ موافقو رایو په وړاندې په ۹۳ مخالفو رایو رد شو.
د استازو په جرګه کې هم د جمهوریپالو اعتراض د ۱۲۱ رایو په وړاندې په ۳۰۳ رایو رد شو.
تردې مخکې پرون د واشنګټن پولیسو وویل، د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو د یرغل پر مهال څلور کسان مړه شوي دي.
د پولیسو په یوه بیان کې راغلي چې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې نور هم د بیړني روغتیایې وضعیت له کبله مړه شوي دي.
په دې پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدیګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلګونو پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل ور وړ چې د دواړو جرګو استازو د نومبر میاشتې د انتخاباتو د رایو د تایید لپاره غونډه درلوده.
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په یوې ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسۍ برید بللی دی.