د ارزګان والي: د طالبانو بریدونو کې ۵ سرتیري او ۱۱ طالبان وژل شوي

ارشیف، په ارزګان کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ارزګان والي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۵ افغان سرتیري او ۱۱ طالبان وژل شوي دي.

والي محمد عمر شېرزاد نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۸مه) ازادي راډيو ته وویل، طالبانو د صوفیانو په سیمه کې د پاڅونوالو یا سُنګریانو او ملي اردو پر یوه قرارګاه د موټربم برید هڅه هم کړې چې هدف ته تر رسېدو مخکې چاودلی دی.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "تېره شپه د ترینکوټ ښار په صوفیانو او چینارک سیمه کې د وسله والو طالبانو د بریدنو پر مهال ۵ افغان سرتیري چې درې پولیس او ۲ د ملي اردو سرتیري دي، وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي. په دې بریدونو کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي."

د ارزګان د ولایتي شورا مرستیال محمد کریم کریمي ازادي راډيوته وویل چې چاودنه زیاته زوروه او په ډېر لېرو سیمو کې یې غږ اورېدل شوی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.