د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي، حکومت باید هغه کسان عدالت ته حاضر کړي چې د ملکي کسانو په هدفي وژنو کې لاس لري.
دیبورا لاینز دغه خبرې پرون د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د لېدو پر مهال وکړې.
یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دې ملاقات کې د سولې پر روان بهیر او د اوربند پر اړتیا هم خبرې وشوې.
معلومه نهده چې د خبریالانو، دیني علماوو او مدني فعالانو د هدفي وژنو تر شا د کومې ډلې لاس دی.
دولت دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو پرون یو ځل بیا په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دې وژنو کې لاس نهلري.
طالبانو ویلي، دا بریدونه د هغو کسانو کار دی چې "په هېواد کې د سولې او اسلامي نظام له راتګ سره مخالفت لري".
طالبانو له نړیوالو او افغانانو غوښتي چې دغه کړۍ وپېژني.