غور کې سیمه ییزو رسنیو خپلې خپرونې بېرته پیل کړې

غور کې سیمه ییزو رسنیو د غور غږ راډیو د مشر بسم الله عادل د وژلو په اعتراض خپلې خپرونې بندې کړې وې. 

په غور ولایت کې سیمه ییزو رسنیو له درې ورځې توقف وروسته خپلې خپرونې بېرته پیل کړې.

درې ورځې مخکې د رسنیو مسوولینو د غور غږ راډیو د مشر بسم الله عادل د وژلو په اعتراض خپلې خپرونې بندې کړې وې.

بسم الله عادل د مرغومي په دولسمه د ناپېژاندو وسله والو له لوري په مرکز فېروز کوه کې ووژل شو.