تمه د امریکا کانګرس د ټاکنو د الکترول کالج رایي تایید کړي

د امریکا د کانګرس ودانۍ

تمه ده چې کانګرس نن یوه غونډه وکړي او د متحد ایالتونو د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د الکترول کالج رایي تایید کړي.

په دې ټاکنو کې د ډیموکراتانو کاندید جوبایډن د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ته ماتې وکړې ده.

د دې نتیجې تایید، د بایډن له خوا د جنوري په شلمه د لوړې تر مراسمو مخکې وروستی رسمي ګام دی او پخوا په معمول ډول دا غونډه ترسره کیده، خو سږکال د دې لپاره لانجمنه شوې ده چې ټرمپ نتیجه رد کړې ده.

همدا راز د جمهوري غوښتونکو لږ تر لږه ۱۴ سناتورانو او د دې ګوند د استازیو جرګې یوسل او څلویښت غړیو ویلي دي چې د یو شمېر ایالتونو نتیجې به وننګوي.