په کابل کې د څړځايونو زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

آرشیف

په کابل کې څه باندې ٧٧ زره جريبه څړځايونه سروې شول.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وزارت ویاند حشمت الله ناصري نن ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د هېواد په کچه ټول څړځايونه د ملي پانګې په توګه د معقولې استفادې، د مالدارۍ د ودې، اقتصادي بسياينې، او خلکو ته د کار د زمينو د برابرولو په مقصد د دولتي او عامه ځمکو په بانک کې ثبت او سروې کوي.

نوموړي وويل، چې په دې لړ کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د څرځايونو د سروې، نښه کولواو ثبتولو د تطبيق په دوام تراوسه په کابل کې ٧٧٩٨١جريبه څړځايونه د کابل په مربوطاتو کې سروې اوثبت کړي دي.

د ښاغلي ناصري په خبره د څړحايونو د سروې، نښه کولو او ثبتولو د کار له پيل څخه تراوسه د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې پنځه ميليونه پنځه شپېته زره اووه سوه يو جريب څرحايونه سروې او ثبت شوي دي.