امرالله صالح: په کابل ښار کې نوې پرمختللې امنیتي کمرې نصبېږي

آرشیف

په کابل ښار کې به د سلو میلیونو ډالرو په لګښت نوې پرمختللې امنیتي کمرې نصب شي.

دا خبره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ده.

ښاغلي صالح ویلي، یو وار مخکې په ۲۰۰۸ کال کې امنیتي کمرې لګول شوې وې خو دا وار به د هغه په خبره له پخوا ښې او په پرمختللې ټکنالوجۍ سمبال امنیتي کمرې ولګول شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، د کمرو په لګولو څه باندې سل میلیونه ډالره لګښت راځي چې د ناټو/غوڅ ملاتړ یې مرسته کوي.