د مصر د پلازمېنې قاهرې په یوه حمام کې یو ډول بې زهره ماران مراجعین مساژ کوي.
په داسې حال کې، چې ماران د دوی پر بدن ورو حرکت کوي، مراجعین نرمه موسیقي هم اوري.
د حمام خاوند صفوت صدیقي وویل، د بې زهرو مارانو په واسطه مساژ د بدن د درد له کمېدو سره مرسته کوي.
صدیقي زیاتوي، هر مشتري د ۳۰ دقیقو مساژ په بدل کې ۱۰۰ مصري پاونډه ورکوي، چې د ۳۰ ډالرو معادل کېږي.